سمنګان کې د ۳ کلنې شخړې ترڅنګ بغلان او نيمروز ولايتونو کې ورته شخړې حل شوې

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۳۱
شخړه

 

يکشنبه ۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷
د بغلان ولايت دوشي ولسوالۍ په سيا دره سيمه کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له لوري د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر هغه راپورته شوې شخړه هواره شوه، چې له امله یې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او دواړه لوري یې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. 
د دغه شخړې پرمهال دواړو لوريو ګڼې ستونزې ګاللې وې، د خپلمنځي اختلافاتو ترڅنګ د دوی د بدي په نتیجه کې يو کس وژل شوی و او درې تنه ټپيان شوي وو، چې بلآخره د اسلامي امارت مشرانو د يوې شرعي فيصلې وروسته ښکېل اړخونه سولې ته چمتو کړل او د ورورولۍ په فضا کې يې ګډ ژوند پيل کړ.

ورته مهال د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ پېښه شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو او قومي مشرانو په هلوځلو حل او طرفينو له دوښمنۍ لاس واخيست. د يادې شخړې له کبله يو کس وژل شوی او څو تنه ټپيان شوی هم وو.

همدا راز د سمنګان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د ولسي خلکو او مخورو په مرسته د ياد ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه درې کلنه شخړه هواره کړه، چې دواړو خواوو ته يي لويې ستونزې را ولاړې کړې وي او وخت نا وخت به يې ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کېدو سبب ګرځېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu