غزني ولايت ته د غصب د مخنيوي کمیسیون یوه پلاوي سفر وکړ

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۰:۲۴
ناسته

 

۱۷ رجب ۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال او د غصب مخنيوي کمېسيون غړي الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي د مل پلاوي په مشرۍ غزني ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت له مرستيال والي الحاج ملا عبدالله حماد د غصب مخنيوي ولايتي ادارې مسؤلينو، رئيسانو او د ولسواليو استازو سره وکتل.

په دغه ليدنه کې ښاغلي غزنوي د ياد ولايت مسؤلين خپلو کارونو ته لا وهڅول او له هغوی يې وغوښتل، چې د ځمکو د غصب مخنيوي موضوع دې د شرعي اصولو مطابق وڅېړل شي، همدا راز امارتي او خصوصي ځمکې دې د ځانګړي طرزالعمل له مخې مشخصې شي. ښاغلي غزنوي وويل: ټولې امارتي ځمکې دې له غصب راوګرځول شي تر څو د کاري فرصتونو پر بنسټ تجارانو او عامو خلکو ته ور کړل شي.

د یادې ناستې پرمهال د غزني ولايتي مسؤلينو او د دغه ولايت د غصب مخنيوي کمېسيون غړو له مرکزي کمېټې سره خپل تر سره کړي فعالیتونه شريک کړل، د ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه او مرکزي کميټې ته یې د ګډ کار کولو ډاډ او ژمنتیا څرګنده کړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu