د پکتيا ولايت ځاځي اریوب او ډنډ پټان ولسوالیو ميشتو خلکو ستونزې د وزارت له مرکزي کمېټې سره د يوې ناستې پرمهال شريکې شوې

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۷:۳۲
ناسته

د پکتيا ولايت د ډنډ پټان او ځاځي اريوب ولسواليو د مېشتو خلکو د ستونزو د څېړلو او حل په موخه د جوړې شوې کمېټې لخوا راټولې شوې ستونزې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د مرکزي کمېټې سره چې د یاد وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي یې مشري کوله په ناسته کې شريکې شوې.

د دغې ناستې پر مهال چې د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئیس او د وزارت یو لړ رئیسانو شتون درلود د یادو ولسواليو د مېشتو خلکو راټولې شوې ستونزې له مرکزي کمېټې سره شریکې شوې او له ارزونې وروسته یې مسؤلينو ته لازمو چارو سپارښتنې وشوې.

يادې ستونزې چې د پکتيا ولايت د مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين په مشرۍ د کمېټې مسؤلينو له لوري را غونډې شوې وې چې د سړکونو، روغتونونو، ښوونځيو، مدرسو، مخابراتي شبکو، پلونو، استنادي ديوالونو او د څښاک د پاکو اوبو ترڅنګ ځيني نورې اړینې چارې پکې شاملې وې. د دغو ستونزو او پروژو د تطبیق او د چارو د پرمختیا لپاره به په مناسبت وخت کې اقدامات ترسره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu