د لغمان ولايت په مرکز کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام غونډه وشوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۸:۲۴
غونډه


يکشنبه  ۱۴۴۶/۵/۱
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا په لغمان ولايت کې يوه لويه ولسي غونډه داسي مهال ترسره شوه، چې پکې د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو اوقبايلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني، د لغمان والي شيخ شيراحمد حقاني او اړوندو پرتو ولسواليو مشرانو، ځوانانو او ولسي خلکو ګډون درلود.

غونډې ته قومي سپين ږيرو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د کلک ملاتړ ترڅنګ د دې نظام د حاکميت لپاره خپلې قربانۍ يادې کړې دوی وويل: لغمان تل د اشغالگرو پر وړاندي د جهاد سنګر پاتی شوی او د حاکم نظام په بريا کې يې ډيرې لويې قربانۍ ورکړي دي. قومي مشرانو زياته کړه: اوس د دې وخت دي چې مسؤلين زموږ ولس ته مينه ورکړی، خدمت يې وکړي، ژوند يې هوسا کړي او ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي تر څو له مهاجرت څخه لاس په سر شي او د خپلې خاورې په خدمت کې خپله انرژي او پوهه وکاروي. 

ورپسي د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد د شته نظام په حاکميت کې د ولسونو ميړانه او قربانۍ وستايلې او دا يې د هغه شهيدانو برکت ياد کړ، چې په وينا يې ځانونه يې سرو سکروټو ته اچولي وو او وطن يې ازاد کړ. ښاغلي احمد وويل: له افغان خاورې د ډيموکراسۍ او غيري اسلامي فعاليتونو ټغر ټول شوی دی. سپيڅلي نظام پرې خپل وزرونه غوړولې او ټول رعيت يې ترحاکميت لاندي د آرامي ساه اخيستي ده نوموړي زياته کړه اوس زمونږ او تاسو دا وجيبه ده چې له دې نظام څخه  ساتنه خپل ګډ مسؤليت وبلو او د بقا لپاره يې شريک کار وکړو.

د غه راز د جرګو اوقبايلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني په خپلو خبرو کې وويل: کفارو موږ سره په مخامخ جنګ کې شرمونکي ماته وخوړه چې فکری جنګ يې لا هم دوام لري اوغواړي خپل غچ له دې لارې واخلي خو پدې دې پوى شي، چې ا.ا يو فرد ندی بلکې ولسونه د دې جګړې لپاره هم اماده دي. دوی زياته کړه: د حاکم نظام ساتنې، يووالي او اتفاق ته اړتياده له ولسونو موغوښتنه ده، چې د نظام او هيواد په ساتنه کې د اسلامي امارت کلک ملاتړې واوسئ او د هيڅ چا په تبليغانو ونه غوليږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu