په بلخ او دايکندي ولايتونو کې دوه مختلفې شخړې هوارې شوې

khoram2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۸/۱۱ - ۱۰:۲۰
شخړې

پنجشنبه ۱۴۴۶/۴/۲۸

د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هماهنګۍ، د شخړو د حل کميټې، علماوو، قومي مشرانو او ځايې خلکو په همکارۍ حل اوفصل شوه او دواړه کورنۍ سولۍ ته راضي شوې.

دغو کورنيو چې له تېرو دوه کلونو په خپلو منځونو کې د ميراث پرسر ژور اختلافات لرل او وخت ناوخت به يې پري جنجالونه کول لومړی د میراث په حقونو وپوهول شول او بيا يې موضوع په سوله ييزه توګه حل شوه، چې دواړه خواوې پرې راضي شوي.

په همدي حال کې د دايکندي ولايت په مرکز کې د څړځايونو پرسر د دوو کورنيو ترمنځ هغه دوه کلنه شخړه هواره شوه، چې له مخې يې دواړو لورو ته ستونزې جوړې شوې وې. د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په هڅو او د قومي خلکو په همکارۍ د يوې کمېټې له لارې سېمه وکتل شوه او بيا د يوې عادلانه فيصلې په ترڅ کې دواړه لورې سره پخلا شول.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو ولايتې ادارو په همغږۍ تل هڅه کوي، چې ورته شخړې حل اوفصل کړي او ولسونو ته د ارام ژوند زمېنه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu