په کندز ولايت کې يوه لويه ولسي غونډه تر سره شوه!

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۲۱:۵۵
کندز کې ناسته

چهار شنبه ۲۹/۳/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د یوه لوړ پوړې پلاوي له لوري د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام غونډه داسې مهال ترسره شوه چې د یاد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني د ولايت مسؤلينو، ولسوالانو او د بيلا بېلو قومونو استازو پکې ګډون کړی وو. پيل د ياد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني وکړ نوموړي وويل: د قومونو اتحاد،همغږي او په يوه ټغر راټولول، دهغوی ستونزې اوريدل او د حل په موخه يې کار کول زموږ له لومړيتوبونو څخه دي.

ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي احمد د کندز د ولسونو اتحاد، ميړانه او جهادي مبارزه وستايله، زياته يې کړه: دې خلکو په پوره اتفاق له موږ سره په کمو امکاناتو لوی دښمن مات کړ، چې دا زموږ د راتلونکي نسلونو لپاره يو درس او افتخار دي. نوموړي د اشغال پر مهال له افغانانو سره د شویو ظلمونو يادونه وکړه ویې ویل، چې په دغه ولايت کې د بي سرحده ډاکټرانو روغتون په بمبار کې د ګڼ شمير خلکو شهيدانېدل یوه نه هيريدونکې غمیزه ده. هغه وويل دا هرڅه تېر شول اوس د وطن او وطنوالو د خدمت وخت دی او موږ به له ولسونو سره په ډاډ دا خدمتونه جاري ساتو.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني وويل: په افغانستان کې د قومونو په لاسونو د امپراطوريو ماتېدل دوه سببه لري لومړی اتحاد او اتفاق دوهم ايمانې او غيرتې جزبه که دا دواړه برخې همداسي وساتو نو هيڅ دښمن به بيا پرموږ زړه ښه نه کړي. ښاغلي حقاني ولسونو ته ډاډ ورکړ چې شته ستونزې به يې د حل په موخه تر لوړ رتبه مسؤلينو رسوي. د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر زياته کړه: شل کلن اشغال زموږ کورونه، مسجدونه او مدرسې ړنګې کړې خلک يې شهيدان کړل کونډې او يتيمان يې را پريښودل، چې نن لله الحمد ا.ا.ا دې هرڅه ته متوجه دی او د ولس هرې ستونزې ته د حل لار لټوي.

قومي سپين ږيرو وويل: نن په هيواد کې امن دی، ازادې ده او د يوه سپین بيرغ تر سيورې لاندي واحده رهبري ده، نو په هغو خلکو غږ کوو چې لايې هم د پخوانيو اشغالګرو لمن نيولې، راشئ د پرديو په تبليغاتو مه غوليږئ او په امن کې ژوند وکړئ. قومي مشرانو زياته کړه موږ دا په اسلامي اصولو او افغاني دودونو برابر نظام په دعاوو غوښتی ټول ولسونه يې ترڅنګ ولاړيو، تري راضي يو او له نړيوالو مو غوښتنه ده، چې په رسميت يې وپيژني.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل با تحلیلگران سیاسی، متنفذین قومی و استادان پوهنتون دیدار نمودند

پنج‌شنبه، ۲۲ شوال ۱۴۴۷
الحاج ملا نورالله نوری، وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل، قبل از ظهر دیروز با شماری از تحلیلگران سیاسی، متنفذین قومی و استادان پوهنتون‌ها در دفتر کار خویش دیدار
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

BACK TO NEWS

User account menu