په کندوز او سمنګان ولایتونو کې د بېلابیلو ناستو پرمهال دوه شخړې حل شوې

یکشنبه-۲۲/۱/۱۴۴۶
د کندوز په ګلپته او د سمنګان په دره سوپ ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ولایتي مسؤلینو او قومي مخورو په هڅو دوه شخړې، چې له کبله یې یو تن وژل شوی او یو تن ژوبل شوی و، د دوو جلا ناستو په ترڅ کې په دوستي بدلې شوې.
د پورته شخړو له جملې یوه یې د کندوز ګلتپې ولسوالۍ د شینوارو په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ یو کال مخکې، پېښه شوې وه، چې له یوه لوري څخه پکې یو تن وژل شوی و چې د دواړو کورنیو ترمنځ یې بدي رامنځته کړې وه. د دغې شخړې د حل په موخه د یاد ریاست رئیس مولوي احسان الله ثاقب د قومي مشرانو په په منځګړیتوب ښکېلې غاړې روغې جوړې ته راوبللې او د یوې پراخې ولسي غونډې په ترڅ کې یې د دوی ترمنځ سوله وکړه.
همدارنګه د سمنګان ولایت دره سوپ ولسوالۍ په توقسن کلي کې هم د کرنیز کښت د تخریب له وجهې د دوو کونیو ترمنځ پېښه شوې شخړه چې له یوه طرف څخه یو ځوان پکې ژوبل شوی و او له کبله یې د دوی ترمنځ ژور اختلافات رامنځته شوي وو، د دغه ولایت د رئیس مولوي سید محمد سعید او قومي مخورو په هلو ځلو یې اختلافات حل شول چې پر مهال یې دواړو خواوو ژمنه وکړه چې یو له بل سره به د ورورګلوۍ په فضاء کې ژوند کوي.