( افغانستان له مختلفو قومونو جوړ هيواد او  وګړي يې د ملي وحدت تر اصل لاندې د يوه اسلامي نظام او يوه امير اطاعت کوي)

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۲:۳۵
خبر

 

سه شنبه ۱۵ جمادلاول ۱۱۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير  الحاج ملا نور الله نوري نن سه شنبه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه د راغلو بلوڅ قوم له مشرانو، دینی عالمانو او ځوانانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

په دې کتنه کې یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځونانو په خپلو خبرو کې ځوانانو ته د کار موندنې او د بلوڅي فرهنګ د بډایني لپاره د هڅو او  په دې برخه د اسلامي امارت د همکارۍ  او د بلوڅ قوم د غصب شویو ځمکو د بيرته استرداد او ځايي ستونزو په  حلولو کې يې  پر ځانګړې پاملرنه ټینګار وکړ.
راغلو مشرانو او ديني عالمانو له اسلامي امارت څخه خپل هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ او په اقتصادي پياوړتيا کې يې د بلوڅو قوم رول له ارزښته ډک وباله او په هره برخه کې یې له اسلامي نظام سره همکاري خپله فریضه وګنله.

ورپسي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير ښاغلي الحاج ملانور الله نوري افغانستان له قومونو څخه جوړ هېواد یاد کړ ویې ویل دلته قومونو لويو امپراتوریو ته ماتي ور کړې، حکومتونه یې جوړ کړي، ملاتړ ورڅخه کوی او همدا قومونه دي چې يو نظام د بریا او استقرار پر لور بيايي .
ښاغلي نوري زیاته کړه چې په تیرو دوو کلونو نظام له هره پلوه پیاوړی شوی ، ملکي او نظامي ادارې فعالې اوچارې یې په ګړندیتوب سره روانې دي او هېواد یې په هره برخه کې د ترقۍ او پرمختګ په لور ګامزن کړی، چې ان شا الله ورځ تربلې به افغانستان د ځان بسياينې په لور وړاندې ځي.
په پای کې د یادو قومي مشرانو له لوري  سرپرست وزیر ته د افغاني درانه دود له مخې چپنه پر اوږو او لنګۍ پر سر ور و تړل شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu