په دايکندي ولايت کې د قومونو ترمنځ د يووالي او همغږۍ په مناسبت غونډه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۰:۳۵
خبر


۱۴۴۵/۳/۳۰

په دغه غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري مل پلاوي، د دايکندي ولايت مرستيال والي ، دیني علمانو، او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

لومړى د دايکندي ولايت مرستيال والي مولوي احسان الله رحمت يار د قومونو ترمنځ په اتحاد او اتفاق خبري وکړي ويې ويل چې په دایکندي ولایت کې ټول قومونه د یووالي په ټغر را ټول او د خپل هېواد د بيارغونې لپاره په هره برخه کې له اسلامي امارت سره همکار دي.

دغه راز په ياده غونډه کې يو شمېر ديني عالمانو او قومي مخورو په هېواد د اسلامي امارت حاکميت  د شهیدانو د وینو برکت  ياد کړ زیاته یې کړه چې د افغانستان ولسونه پر حاکم حکومت حق لري چې په هره برخه کې ورته خدمت وکړي.

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد په ياد ولايت کې د  ا.ا.ا ټول مسؤلین له ولس سره حسنه برخورد او ښه چلند ته وهڅول. نوموړي وویل چې  د ا.ا.ا د اداراتو دروازې د هر چا پر مخ خلاصې دي، هر څوک خپلې ستونزې د مسؤلو چارواکو په همکارۍ په اسانه حل کولای شي او تر هر ځایه یې رسولای شي.

وروسته کې سرپرست وزير ښاغلي نوري د کفارو او ملگرو پر وړاندې د شل کلنې مقدسې مبارزې په اړه وينا وکړه ويې ويل: په افغانستان کې د مجاهدينو شل کلن جهاد، جنګ نه بلکې یوه الهي فریضه او مقدسه مبارزه وه چې د یوه سپیڅلي هدف د تر لاسه کولو لپاره  تر سره شوه. په پايله کې يې له ډېرو قربانیو وروسته هغه هدف ترلاسه شو کوم چې د اسلامي امارت د هر مجاهد غوښتنه وه. 

د دغه وزارت د جرګو او قبایلي چارو رئیس شیخ حضرت ولي حقاتي غونډې ته د خبرو پر مهال د اسلامي امارت د یووالي او اطاعت یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې صف په لیکو کې قوم پرستي او تعصب ته ځای نشته دلته ټول افغانان یوازې د اسلام تر چتر لاندې را ټول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu