دپروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ له قو مي مشرانو او مخورو سره ناسته ترسره شوه !

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۲۳:۲۰
m

نېټه : ۱۱/۱۱/۱۴۰۰ هــ ش

د پروان ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۱ مه نیټه د دوشنبې په ورځ ددې ریاست په ودانۍ کې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د هیردرې قومي مشرانو، دیني علماوو او سپین ږیرو سره وکتل غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه د غونډې په پیل کې د پروان ولایت سرحدونو او قبایلو چارو رئیس مولوي شاه محمود ذاکري د یادې ولسوالۍ مشرانو او دیني علماوو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د پروان ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست به هڅه وکړي چې د افغانستان کړیدلي او زوریدلي ولس سره پوره پوره همکاري وکړي او افغان ولس چې کومې سختې شپې او ورځې د اشغال په وخت کې تیرې کړي دي هیڅ کله به یې هیرې نه کړي وروسته ددې ولسوالۍ مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو له رئیس سره یوځای د پروان ولایت قدرمن والي صاحب ملامحمد فرید قیام او ددې ولایت د مرستیال والي مولوي صاحب دوست محمد حقاني سره لیده کاته وکړل او یادو مسوولینو ددې ولسوالۍ له مشرانو، دیني علماوو او سپین ږیرو سره د ستونزو د حل په برخه کې پوره ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسې شته ستونزې به په وړاندیز شوي ډول له د اسلامي امارت له مشرانو سره شریکې کړي غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu