په سمنګان کې له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مشايخو سره ناسته!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم د مياشتې په ۶مه نېټه په داسې حال کې، د سمنګانو ولايت سرپرست والي ملا عبدالرحمن کندزي او د وزارت د مقام ددفتر ریاست سرپرست محترم شيخ حضرت ولي حقاني هم ورسره ملګری وو، د ايبکو په ښار کې له يو شمېر ديني عالمانو، مخورو او روحاني شخصيتونو سره وکتل.
په سر کې د سمنګانو ولايت سرپرست والي محترم ملا عبدالرحمن کندزي محترم نوري او پلاوي ته ښه راغلاست ووايه، زياته يې کړه: د الله تعالی شکر ادا کوو، چې د افغانانو په مبارزو او قربانيو سره په هېواد کې اسلامي نظام واکمن او سراسري سوله ټينګه شوه.
وروسته ديني عالم محترم شيخ عبدالغفار هدفمند د نورو په استازيتوب ښاغلي نوري او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ يې د اسلامي نظام ټينګښت د ټولو افغانانو په تېره بياد دديني عالمانو هلې ځلې وبللې.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې ديني عالمان او مشايخ د دين پتنګان او د افغانستان د خلکو اساسي خدمتګاران وبلل، چې په زياتو تکليفونو سره يې د نظام په واکمنېدو کې رغنده رول لوبولای دی.
ښاغلي نوري زياته کړه: د ديني عالمانو او مشايخو يو مسووليت دا هم دی، چې د جوماتونو او منبرونو له لارې د اسلام او خلکو د دښمنانو ناوړه او منفي تبليغات شنډ او د وعظونو له لارې مسلمانان اتحاد او اتفاق ته رابولي.