د غوث خېبري د زوکړې د ۹۰ یمې کالیزې په مناسبت د سیمینار جوړولو لپاره د علمي کمیسیون غونډه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۹:۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ په مشرۍ د هېواد د نامتو څېړونکي، تاریخپوه او ژورنالست ښاغلي غوث خېبري د ۹۰ یمې کلیزې په مناسبت یو ورځنی علمي - تحقیقي سیمینار د جوړولو کمېسیون غونډه نن (چهارشنبه) د چنګاښ په ۲۳مه نېټه جوړه شوه.

په دې غونډه کې په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي محمد زرین انځور، د پښتو څېړنو نړیوال مرکز رئیس څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، د ملي راډیو ټلویزیون د پروګرامونو د تولید رئيس ښاغلي استاد همایون فیروز، د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلي عبدالوحید خاورې، د تحقیق او مطالعاتو رئيس ښاغلي جاوید احمد وفا او د جرګه مجلې آمر ښاغلي عزت الله مینه ناک برخه اخیستې وه.

د غونډې په سر کې ښاغلي محمد آصف ننګ د کمېسیون غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ غوث خېبري د هېواد پیاوړی او حقداره لیکوال وباله وې ویل: چې باید موږ خپل نومیالي علمي – فرهنګي شخصیتونه په ژوند یاد کړو او د دوی د خدمتونو قدر وکړو.

دغه راز د غونډې ټولو ګډونوالو د سیمینار لپاره د کتابونو د چاپ، د مقالو د عنوانونو د ټاکلو، د سیمینار د مالي لګښت او مېلمنو لپاره د ځای د برابرولو او نورو اړينو مسائلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار به په راتلونکو څو مياشتو کې جوړ شي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu