د فیض اباد ښار له يو شمېر ورزشکارانو سره لیدنه !

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۹:۳۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير محترم محب الله صميم بدخشان ولايت ته د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ د خپلو ليدنو کتنو په دوام د ياد ولايت مرکز فېض اباد اړوند يو شمېر ورزشکارانو سر وکتل.

په ياده کتنه کې عبدالبصیر نیرومند له نظام څخه د ملاتړ په ترځ کې د نورو په استازیتوب په دغه ولايت کې د ورزشي لوبغالي د نشتون، ورزشکارانو ته د سالمو سپورتي ډګرونو د کمښت، د ورزشي سامان آلاتو او دې ته ورته نورو ورزشي ستونزو یادونه وکړه.

ورپسې ښاغلي صميم ورزشکاران د سولې د ټينګښت پتنګان وبلل، چې په جنګي حالاتو کې يې هم د لوبو په ګټلو سره د هېواد والو په شونډو کې موسکا خپره کړې ده.

ښاغلی صميم د دوې ستونزي یاداښت او ژمنه يې وکړه، چې د هوارولو لپاره به يې له مسٶلو ادارو سره شریکې کړي.

دغه راز ښاغلي وزیر صاحب له ځوان کهول څخه وغوښتل، چې د سولې د ټينګښت او جمهوري نظام د پاېښت لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu