د خوست ولسونو د يوې سترې ولسي جرګې په ترڅ کې د جمهوریت ، نظام او د هېواد د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ وکړ او په طالبانو يې غږ وکړ، چې تلپاتی اوربند وکړي.

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۰:۵۱
mobta

په دې غونډه د افغانستان اسلامي جمهوریت د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صميم، ورسره مل پلاوي، ددغه ولایت والي ښاغلي تورنجرال مهمند کټوازی، د ملي شورا د دواړو مجلسونو يو شمېر غړو، ګڼو قومي مشرانو، مخورو، سيمه ايزو چارواکو، د ولايتي شورا غړو، ښځو، ځوانانو او د رسنیو استازو برخه اخیستې وه

په دې غونډه کې ښاغلي صمیم د خپلې وینا په ترڅ کې وويل: د دې هېواد بېلابېل قشرونه باعزته سوله غواړي او د سولې لپاره لومړی ګام اوربند دی.

په دوحه کې د سولې خبرې، چې د طالبانو له خوا ځنډول شوي بايد ژر پیل شي، زموږ او د افغان ولس غوښتنه داده، چې په اوربند تمرکز وشي بیا نو موږ باعزته سولې ته رسېداې شو، موږ هغه سوله غواړو چې په کې د خلکو عزت، شل کلنې لاسته راوړنې د خویندو او وروڼو او اقليتونو حقوق، ملي ارزښتونه او ملي بنسټونه خوندي وي.

خوست

ښاغلي صميم زياته کړه: پر طالبانو غږ کوم، چې وینه تویدنه ودروي ، افغانان پرېږدي، چې په سوله ایزه فضا کې د پرمختګ او سوکالۍ پر لور حرکت وکړي، د سولې کوم بهیر چې زموږ لخوا روان دی له نړیوالو او اصولو سره برابر دی، تر دې مناسب انتخاب نه لرو، د دولت له خوا د سولې لپاره عملي کار روان دی د داسې سولې لپاره چې زموږ ټول ارزښتونه په کې خوندي شي له ولسونو مې غوښتنه ده چې خپل غږ د سولې، اوربند او د شته نظام د بشپړ ملاتړ لپاره اوچت کړې.

ورپسې خوست والي ښاغلي تورنجرال مهمند کټوازي، په ولسي جرګه کې د خوست ولايت استازي ښاغلي اصولي او ګنو نورو ويناوالو هم په وار سره په خپلو خبرو کې روانه جګړه ناروا او غير مشروع وبلله، او په يوه غږ يې له موجوده نظام، جمهوریت، ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ او پر طالبانو يې غږ وکړ چې اوربند ته غاړه کېږدي، تر څو د جګړو ټغر ټول او سوله ټينګه شي.

ويناوالو دغه راز د قومونو د انسجام، د قومي شوراګانو او ولسي جوړښتونو په پياوړتيا کې د ښاغلي صمیم هلې ځلې وستايلې او ددغه شان ولسي جرګو په دوام يې ټينګار وکړ او په بېلابېلو برخو کې يې خپلې يو لړ غوښتنې، وړانديزونه او ستونزې د حل په موخه له ښاغلي محب الله صميم سره شريکې کړې، چې د محترم صمیم صاحب له خوا ورته ډاډ ورکړل شو چې ستونزې به يې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې ډ ټينګښت په دعا سره پای ته ورسېده.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

A Meeting with Tribal Elders of Maidan Wardak Province

 

Saturday/11th/Oct/2025
Minister of Borders and Tribal Affairs, Alhaj Mullah Noorullah Noori, met with tribal elders, scholars and dignitaries of Narkh district of Maidan Wardak
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۲۳
Background image

وحدت در میان ملت و عملی شدن اصول اسلامی شرط های اساسی بقای نظام و پیشرفت کشور می باشد

 

سه شنبه ۱۴ ربيع الثاني ۱۴۴۷

این اظهارات را مسؤلین  امارت اسلامی امروز در جریان یک نشست که تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم  در ولایت فاریاب تحت رهبری مولوی محمد علی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۱۴
Background image

تدویر نشست مردمی تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم

 

یکشنبه/ ۱۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷

نشست بزرگ مردمی تحت رهبری مولوی محمد علی جان احمد، معین جرگه ها و هماهنگی امور قبایل وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل و هیئت همراه شان در ولایت سمنگان. . .

BACK TO NEWS

User account menu