د اداري چارو د ګړندي کېدو په موخه د وخت له غوښتنو سره سم په ظرفیت جوړونه ټینګار!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۴:۳۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ او د معینانو، سلاکارانو او رئیسانو په ګډون د ۱۳۹۹لمریز کال د سلواغې پر ۱۹ نېټه اداري مجلس جوړ شو.

په پیل کې ښاغلي صمیم د جلالتماب ولسمشر له خوا د وزیرانو د لوړې مراسمو تر سره کولو یادونه وکړه وې ویل: لوړه مو وکړه، چې هېواد ته به صادقانه خدمت کوو، خپلواکي او ملي وحدت به ساتو او ددې هېواد د شیرازۍ او سرلوړۍ لپاره به کار کوو.

mobta

دغه رازیې زیاته کړه: چې د کابینې غونډې په ډېرو مهمو مسایلو خبرې وکړې، د حالاتو په رابطه یې د افغان ولسمشر او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر خبرو ته د اشارې په ترڅ کې وویل:چې د افغانستان له نظام څخه بشپړه دفاع شوې او ټینګار پردې دی چې د سولې موجوده بهیر دې داسې مدیریت شي، چې له افغان ولسمشر سره مشوره وشي او بیا مخ ته ولاړ شو. دغه رازیې په امنیتي او اقتصادي برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو له تازه ژمنو، د۱۹کلنو لاسته راوړنو د ساتلو او ګډو موخو په تعقیبولو د ټینګار په اړه هم خبرې وکړې، وې ویل: موږ د مذاکراتو په میز کې هم بر لاسي یو، ځکه چې مرکچي پلاوی مو موجود دی، هم د سولې اراده لرو او هم سوله غواړو.

ورپسې د بشري زېرمو رئیس په ښوونیزو ورکشاپونو کې د کارکوونکو د ګډون، د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس په انټرنیټ کې د تخفیف او اترا د محترمې ادارې په غونډو کې د ګډون، له ولایتونو سره د چارو د انسجام او اړیکو آمر د کار د ښه والي په پار د وزارت د دوېمو واحدونو د یو شمېر وړاندیزونو په اړه معلومات وړاندې او خبرې وکړې.

مجلس په یادو اونورو متفرقه موضوعاتو تر بحث وروسته، د وخت له غوښتنو سره سم په ظرفیت جوړونه، د انټرنیټ په کیفیت او د دوېمو واحدونو پر وړاندیزونو یې د اړوند ریاستونو له خوا د غور کولو پرېکړې وکړې.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu