د جینوا کنفرانس په اړه د پوهاوي ورکشاپ

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۷
mobta

یاد ورکشاپ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د بشري زېرمو ریاست لخوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۵ نېټه جوړ شو. په دې ورکشاپ کې د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکتر محمد اصف قاضیزاده، د جرګو او قبایلي چارود همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

په پیل کې د بشري زېرمو رئیس ښاغلي محمد یاسین پکتین په لنډه توګه د جینوا کنفرانس د مرستو،شرایطو او ژمنو په اړه خبرې وکړې، د فساد پر وړاندې په مبارزه ټینګار او د فساد د مخنیوي لپاره یې اصلاحات اړین وبلل.

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي هم په دې اړه خبرو کې اهل کارته د کار په سپارلو، له ځان څخه د اصلاحاتو په پیلولو ، دندې ته پرژمنتیا، پابندۍ او له قانون سره سم د مسولیتونو په ترسره کولو ټینګار وکړ.هیله یې څرګنده کړه، چې په هېواد کې یې سوله ټینګښت ومومي او د تل لپاره د بد مرغیو او فساد ټغر ټول شي. له کارکوونکو یې وغوښتل چې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

دغه رازښاغلي استاد زهیر د جینوا کنفرانس په اړه ترتیب کړي پریزنتیشن کې د جینوا کنفرانس د جوړېدو پر څرنګوالي، موخو ،چوکاټ، شرطونو، د جینوا د مخکنیو او وروستي کنفرانس تر منځ د توپیر او د بېلا بېلو هېوادونو له خوا د ژمنه شویو مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل. وې ویل:چې ډېری هېوادونو د نورو شرطونو تر څنګ د سولې خبرو ته په پابندۍ او اوربند ټینګار کړی دی. په پایله کې د هر ډول اداري فساد پر وړاندې په جدي مبارزه ټینګار وشو.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu