د نيمروز له ۱۱سیمه ييز ټلويزيون سره د سرحدونو او قبایلو چارو محترم وزیر ځانګړې مرکه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۰:۲۴
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم د نیمروز د ۱۱ سیمه ییز ټلویزیون د خبریالې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولایتي سفرونو موخه مو څه ده؟ وویل: ولایتي سفرونو څخه زموږ موخه دا ده چې د قومونو تر منځ یووالی رامنځته کړو سره منسجم یې کړو او شته ستونزې یې له نږدې واورو او هغو ته د اړوندو ادارو په همکارۍ د حل لارې چارې پیدا کړو.

ښاغلي محب الله صمیم د مرکې پر مهال وویل: چې نیمروز ولایت کې به یوه لېسه چې په لیلې سربېره به د زده کړې لپاره ښه او مناسب چاپیریال ولري جوړه کړي، تر څو په دې مناسب چاپیریال کې هغه زده کوونکي زده کړې وکړي، چې د روانې بدمرغې جګړې او ورته نورو ستونزو له امله زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د یادې مرکې په ترڅ کې ښاغلي محب الله صمیم داهم وویل چې په نیمروز ولایت کې به د لویو ولسي غونډو او جرګو لپار یو مناسب او غوره تالار هم جوړ کړي،

د مرکې په پای کې محترم محب الله صمیم وویل چې په نیمروز ولایت کې به د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست دلته د شته ټولو بېلابېلو قومونو د ستونزو د حل لومړنی او غوره ادرس وي او دغه راز به ولسونه د نظام، ملي ارزښتونو او ورته نورو ملي مسایلو د ملاتړ لپاره له همدې ځایه خپل غږ اوچتوي.

ښاغلي صمیم د یاد ټلویزیون خبریالي د بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: چې وزارت د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې اغېزمن پروګرامونه لري، چې هغه په ټولو ولایتونو کې د جرګو له لارې سولې، د نظام ملاتړ، د هېواد د امنیتي ـ دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ ته د ولسونو رابلل دي. چې دا لړۍ په ټولو ولایتونو کې روانه ده

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu