ځوانانو ته د زده کړو زمینو برابرول زموږ له کاري لومړیتوبونو څخه دي!
دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د ژبژغورنې ملي غورځنګ له غړو او یو شمېر قبایلي ځوانانو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.
په دې کتنه کې یادو ځوانانو ته د وزارت په اړوند لېسو کې د زده کړو د اسانتیا او فرصتونو برابرولو، علمي سیمینارونو او غونډو ته له قبایلي سیمو د علمي او فرهنګي شخصیتونو او ځوانانو رابللو او داسې نورو برخو کې په ګډو هلو ځلو ټینګار وشو.
