د غصب د مخنيوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون یوه هیئت کندهار ولایت ته سفر وکړ

khoram2_admin
Thu, Jan 02 2025 9:52 AM
کمیسیون

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين او د غصب د مخنيوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون غړي الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي د یوه هیئت په مشري کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په کندهار ولایت کې د تخنیکي هیئت له يو شمېر غړو سره لېدنه وکړه او د غصب د مخنيوي په برخه کې يې د دوى د تر سره شويو فعاليتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

په دې ليدنه کې د ياد تخنیکي هیئت غړو د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات له ښاغلي غزنوي سره شريک کړل او څرګنده يې کړه چې د دولتي ځمکو او څړځايونو د غصب د مخنيوي او بيرته راګرځېدو پروسه په کندهار ولايت کې په چټکۍ سره روانه ده او په لنډ وخت کې به د ټول ولايت په کچه عملي شي.

په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين او د غصب د مخنيوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون غړي او د هیئت مشر الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي د کندهار ړلایت د تخنیکي هیئت د غړو فعاليتونه وستايل او زياته يې کړه چې د غصب شويو ځمکو د بيرته راګرځېدو پروسه نه يوازې د کندهار، بلکې د ټول هېواد د پرمختګ او د ولسونو د ستونزو د حل لپاره يو مهم ګام دی.

ښاغلي غزنوي همداراز د ياد هیئت غړو ته د لا نورو هڅو او فعاليتونو لپاره لازمې لارښوونې وکړې او هغوی یې وهڅول چې د غصب د مخنيوي په برخه کې دې خپل کارونه نور هم پراخ کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu