د ځاځي قوم له يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو سره کتنه

khoram2_admin
Tue, Apr 16 2024 3:34 PM
خبر

سه شنبه ٧ شوال ١٤٤٥

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرگو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي مولوي محمد علي جان احمد د ځاځيو قوم له لسګونو تنو دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د راغلو مشرانو په استازولۍ څو تنو خبرې وکړي لومړی يې د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې د ځاځي قوم په شتون رڼا واچوله او دغه راز يې ډيورنډ فرضي کرښي ته څرمه د زراعتي ځمکو، کورونو او هټيو پر سره د رامنځته شويو ستونزو د ژر او مناسب حل غوښتنه وکړه زياته يې کړه موږ باور لرو چې تاسو په خپله ګټوره ونډه وکولاى شي يادې ستونزي ته د پاي ټکى کېږ دۍ. ورپسې د جرگو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي مولوي محمد علي جان احمد یادو مشرانو ته د ښه راغلاست او هر کلي وروسته په شل کلن جهاد کې د دوئ د شهامتونو او قربانیو ستاینه وکړه او د اسلامي نظام په حمایت د ولسونو په اتحاد، اتفاق او همغږي يې ټینګار وکړ زیاته یې کړه چې نور په هېواد کي د یووالی او وحدت وخت راغلى قومونه بايد همغږي شي او د خپل هېواد د ابادی او پرمختګ لپاره دې کار وکړي. نوموړى ډاډ ورکړ چې د وزارت له مشرتابه سره به د دوئ د ملاقات زمينه برابر وي او ستونزو ته به يې په گډه سره د حل لارې چاري موندې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu