د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت په زابل ولایت کې له نوي جوړيدونکي بندر څخه کتنه او په ولسي غونډه کې ګډون وکړ

mobta-af
Sun, Feb 27 2022 7:04 PM
mobta

د داخلي تفتیش ریئس ښاغلي ملا نیازمحمد تقي چې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت ځانګړی پلاوي په ترکیب کې غزني ، زابل ، کندهار، هلمند، فراه ، نیمروز او هرات ولایتونو ته تللی دی د خپل سفرپه لړ کې په داسې حال کې چې د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریئس ښاغلي حمد الله فطرت ، د بررسۍ ریاست مرستیال ښاغلي ډګروال غلام نبي، د زابل ولایت ولایتي ریئس ښاغلي مولوي سحر اخندزاده یې ملتیا کوله د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۶ مه نېټه د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له نوي تأسس شوي بندر څخه لېدنه وکړه. ورپسې یې د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له ولسوال ښاغلي مولوي رحمت الله حسین سره په کتنه کې له هغه سره د سفر موخې شریکې کړې بیا یې د سیمې د قومي مشرانو غونډه کې ګډون وکړ. د غونډې یو تن ویناوال قومي مشر ښاغلي الحاج قمرالدین په خپلو خبرو کې د بندر په جوړولو کې د سرحدونو ، قومونواو قبایلوچارو وزارت رول او هڅې وستایلې او دغه راز یې د روغتیا ، ښوونې ، څښاک اوبواو د سړک جوړولو په برخه کې سیمه ایزې ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه. د وزارت د داخلي تفتیش ریئس ښاغلي نیازمحمد تقي په خپلو خبرو کې د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت د خلکو او حکومت تر منځ د اړیکو پل یاد کړ ژمنه یې وکړه چې د دوی غوښتنې به تر مرکزي حکومت پورې ورسوي . وروسته یې د ځنځیر بازار او دفرضي کرښې له صفري نقطو څخه هم کتنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu